شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د بغلان امنیې قومندانۍ ویلي، چې د سالنګ لویه لار د واورې د اورښت او توپان له امله نن مازدیګر څلور بجې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې. امنیې قومندانۍ له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتي، چې تر بیا خبرتیا پر دې لویه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د یادولو وړ ده، چې د سالنګ لویه لاره د…
د هرات د اطلاعات کلتور ریاست رییس ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بیلابیلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي. نوموړي زیاته کړې، چې دې ولایت ته د ورتلونکو ګرځندویانو لپاره یې د هر ډول اسانتیاوو له رامنځته کولو څخه دریغ نه دی کړی او تازه ۱۰ تنه بهرني وګړي،…
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له ترکي سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، چې سوداګري او صنعت بايد د سياست ښکار نه شي. د نوموړي په خبره د سرپرست حکومت اقتصادي پاليسي له هر هېواد سره په اقتصادي موخو ولاړه ده. په دې کتنه کې ترکي سوداګرو په افغانستان کې دهوايي ډګرونو ، برېښنا، صنعتي پارکونو او تجارتي ښارګوټو…
د غور ولایتي چارواکي وايي چې د غور ـ کابل لاره په بکک غاښي کې د اورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د مسوولینو په خبره د یادې لارې د پرانیستل کېدو لپاره يې هڅې پيل کړې دي. دا کوتل د کابل – غور پر لويه لاره د باميان او غور ولايتونو ترمنځ دی او هر…
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د نورستان په نور ګرام ولسوالۍ کې د واورې ښوییدنې له کبله ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې . د یاد وزارت ویاند ملا جانان سایق له کلید سره په خبرو کې وویل چې دغه پېښه د یاد ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې را منځته شوې او چې…
د چمن پرلت کوونکي چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی وايي، که یې غوښتنې و نه منل شي د ټولو دولتي ادارو مخې ته به پرلت ووهي او په ټاکنو کې به ګډون نه کوي. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان…
نن د فبرورۍ څلورمه د سرطان ناروغۍ له نړیواله ورځې سره برابره ده، خو افغانستان لا هم په دې برخه کې هېڅ معیاري روغتون او خدمتونه نه لري. ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې له هرو پنځو تنو یو په خپل ژوند کې له سرطان ناروغۍ سره مخ کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان پر ایکس‌پاڼه لیکلي، اټکل کېږي چې تر…
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو مشر فیليپي ریبیرو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پيله تر دې مهاله یې په افغانستان کې ۷۰۰زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې ریبیرو په افغانستان…
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په کندهار کې د غصب مخنیوي د تخنیکي پلاوي له پیله تر دې دمه د کندهار په بېلابېلو برخو کې ۶۰زره جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځول شوې. د یاد ریاست ویاند ننګیالي سمون ویلي، د کرنې ریاست له لوري د شاولیکوټ ولسوالۍ د بوري او ګرماو په…
په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۸۱ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۸۱ زره ۵۷۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۶۵۸ ټنه توکي صادر شوي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي…
ایران یو ځل بیا ویلي چې د هلمند سیند د اوبو له حق څخه د مناسبې ګټې اخیستنې لپاره له قانوني لارو چارو کار اخلي. د ایران تسنیم خبري آژانس د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر «علي اکبر محرابیان» له قوله لیکلي چې د ۱۳۵۱ کال تړون یوه نړیواله معاهده ده چې عملي کول یې اختیاري نه دي.…