خبرونه
د حیرتان بندر په عوایدو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
09 مرغومی 1402
بلخ کې د حیرتان سوداګریز بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې په ورځني ډول، د لس زره ټنو توکو انتقالات ترسره کېږي. د یاد بندر د اوسپنې پټلۍ مسوولین وایي، د پخوا په پرتله سږکال د حیرتان سوداګریز بندر په عوایدو کې نږدې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تېر ته په کتو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د انتقالاتو…
ایران تېره میاشت ۶۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
09 مرغومی 1402
ایراني رسنیو افغانستان ته تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۶۰زره بې اسناده افغانانو د اخراج او افغان لوري ته د سپارلو خبر ورکړی دی. د ایران برنا خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع په وینا پرون راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د ایران پوځیانو په یوه میاشت کې ۶۰زره او ۳۸۰بې…
د تاجکستان ولسمشر یو ځل بیا له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیت پر لا زیات ټېنګښت ټینګار کړی دی. امام علي رحمان په یو غونډه کې ویلي چې له افغانستان سره یې پر ګډه پوله په تېر یوه کال کې ۷۵ نورې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي. له دې سره سم، د پاکستان د لنډمهالي حکومت د…
قزاقستان د اسلامي امارت نوم د بندیزونو له لیست څخه ووېست.
09 مرغومی 1402
د قزاقستان سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د هغو ډلو له لست څخه لرې کړ چې په دغه هیواد کې یې فعالیتونه منع دي د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یاده موضوع په افغانستان کې د یاد هېواد سفیر علیم خان یسین ګیلیدف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره…
بینیټ: پر افغان ښځو ته دې لګېدلي بندیزونه لېرې شي
05 مرغومی 1402
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي «ریچارډ بینیټ» له اسلامي امارت څخه یو ځل بیاغوښتي چې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي. نوموړي په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه هم کړې ده. د هغه په وينا، زده کړه او کار د باعزته ژوند او د هېواد د…
حقاني: بشري مرستې باید سیاسي نه شي
05 مرغومی 1402
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، د نړیوالو له خوا وضع شوي محدودیتونه به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي او غوښتنه یې کړې چې د افغانانو اساسي بشري اړتیاوې باید له سیاسي مسایلو لېرې وساتل شي. د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر ایکس پاڼه لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د…
د افغان ټرانس په پروژه کې د قطر د مرستې غوښتنه
29 ليندی 1402
د ازبکستان جمهور رییس د قطر له امیر څخه غوښتي چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ په پروژه کې همکاري وکړي. د قطر دولتي اژانس ( کیو.ان.اې ) د راپور له مخې، د قطر امیر شیخ تمیم بن احمد الثاني ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان له جمهور رییس شوکت میرضیایف سره په کتنه کې د…
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز رد کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په افغانستان کې د بریتانیې د سفارت له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره په…
امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي.
29 ليندی 1402
ټاکل شوې چې نن ماښام ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو ناسته وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا به د دغه سازمان د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د بشري، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما پر خپله…
د بامیانو ولایتي چارواکي وايي چې د کابل – بامیانو لویه لاره د سخت توپان او واورې ورښت له امله تړل شوې ده. د مسوولینو په وینا، دغه لویه لاره د حاجيګک کوتل کې تړل شوې ده. د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس ویلي چې دغه لاره تېره شپه تړل شوې او تر بلې خبرتیا به بنده وي. نوموړي…
د کاناډا حکومت ۲۱ میلیونه کاناډايي ډالره د هغو افغانانو ملاتړ ته ځانګړي کړي چې د خوندیتوب لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان ته تللي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې د کاناډا د حکومت دا مرسته به چې دغه سازمان ته یې ورکړې، په قزاقستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د روغتیا په شمول د افغان…