پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (OCHA) له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده. د دغه سازمان پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ناڅاپي ایستل پر افغانستان فشارونه زیاتوي. د دې ادارې د دفتر مشر «دانیل اندریس» ویلي چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د سرپناه،…
د سوداګرۍ د ودې لپاره د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو د استازو ترمنځ په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته شوې ده. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په دې ناسته کې د افغان ټرانس پروژې، د سوداګرۍ او ترانزیت پر درې اړخیزه پراختیا او په دې برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې. د سرچینې د…
فلای دوبۍ هوايي شرکت له څه باندې دوو کلونو ځنډ وروسته یو وار بیا کابل ته الوتنې پیل کړې. یاد شرکت واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته خپلې الوتنې ځنډولې وې، چې نن بېرته پیل شوې. د ریاست الوزرا له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پروازونه د دوی ټرانسپورټ او هوايي چلند…
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې یاد نندارتون به اووه ورځې دوام وکړي.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو څه باندې ۸۰۰ غرفې نندارې ته اېښودل شوې دي. صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه نندارتون د مدیریت چارې هم مېرمنو ته سپارل شوې دي.…
د نوموړي پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې ملا عبداللطیف منصور به له خپل ایراني سیال سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړي او د ایران د برېښنا د صنعت نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کې به هم ګډون وکړي. په دغه سفر کې به د برېښنا د تړون نوي کولو، د مناسبې بیې پر ټاکلو او نورو مسایلو له ایراني چارواکو…
د روسیې حکومت ویلي چې په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت دوه کلنه مبارزه د تېرو شلو کلونو په پرتله ډېره اغېزمنه ده. ټاس خبري آژانس د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدوف له قوله ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت مبارزه د تېر حکومت د ۲۰ کلنو مبارزې…
رحمان الله ګربز د هند ـ احمد اباد کې په غریبو خلکو پیسې ویشلي. د محبت شاه په نامه یو تن مینوال ترې په پټه ویډیو کړې او کلکتې لوبډلې ته یې استولې چې اوس د هندي رسنیو توده موضوع ګرځېدلې. یوه هندوستاني ورته لیکلي وه چې درد هغه چاته معلومیږي چې درد پرې تېر شوی وي . کلکتې فېسبوک…
د ایران ولسمشر د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې په موخه یو پروګرام وړاندې کړي. د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي اسلام اباد د افغانستان د سولې لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان…
غزني کې د شپږو تاریخي ابدو د بیارغونې چارې بشپړې شوې. د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولين وايي، چې په ياد ولايت کې د خواجه ملکیار پرنده او تاج اولیا تاریخي مقبرې، د زاړه ښار بالابین برج او د غزنویانو د دورې دوه څلي بيا ورغول شول. له دې وړاند د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو…
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو نیول، ستنول او ځورول پای ته ورسوي. د کډوالو د خوندیتوب په چارو د دې کمیشنرۍ مرستیالې جیلیان ټریګز پرون له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو په زوره ایستل ودروي. دې پر خپله ټویټر پاڼه همداراز لیکلي، له پاکستانه د هغو افغانانو د…
د چابهار بندر مسوولینو د ملابرادر په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت تر دې وروسته له چابهار بندر څخه ګټه اخیستلی شي. یاد پلاوی چې تېر ماښام بېرته کابل ته راستون شوی وايي، هلته یې د ایران له یو شمېر چارواکو سره لیدلي چې د ټرانزیټ، سوداګرۍ، کانونو، ګازو، روغتیا، ټرانسپورټ، سرحدي مسایلو او…