دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

روسیې په افغانستان کې د اوکراین په پرتله له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو په کمولو سخته نیوکه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي «واسیلي نیبنزیا» ویلي چې اوکراین سږ کال یوازې له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې چې دا له افغانستان سر د یاد سازمان د شویو مرستو…
د ازبکستان جمهور رییس شوکت میرضیایف د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا پروژه په مرکزي اسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي. ده د مرکزي اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې ویلي چې د قوش تیپې کانال د ټولو اړخونو د را سپړلو لپاره یې د یوې ګډې کاري ډلې وړاندیز هم کړی.…
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي. یادې ادارې ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره اړتیا داسې مهال زیاته شوې چې د بشري مرستو لپاره بودجه په کمېدو ده. د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه رییسې «سینډي مککین» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته…
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یاد وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ په پنځمه ناسته کې ګډون کوي. بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې امیرخان متقي ته په یاده ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او د افغانستان د دولت له خوا منل…
پخواني جمهور رییس حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د ویډیو کنفرانس له لاې د روښانه افغانستان لپاره د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی. د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوري دغه راز د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او افغان کروندګرو ته د بدیل…
د ناروې د کډالو شورا مشر وايي، افغانان تر بل هر وخت زیات د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري یان ایګلنډ تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان سره بېړنۍ مرستې په اوږد مهال کې د دوی ستونزه نه شي هوارولی او په کار ده چې مرسته کوونکي بنسټونه په پراختیايي برخو کې هم پانګونه وکړي. نوموړي ویلي، چې…
د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، یوه مېرمن یې د خپلو وروڼو له شخصي زندان څخه خوشې کړې ده. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې د کشفي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دغه ښځه د سه شنبې په شپه د خپلو وروڼو له شخصي زندانه خوشې شوې ده. د هغه په وينا،…
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي «ټام ویسټ» ویلي چې د داعش ډلې پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بریالۍ ده. نوموړي په یوه څیړنیز مرکز کې ویلي چې اسلامي امارت په دوو کلونو کې د داعش ډلې اته مهم غړي وژلي. ویست زیاتوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې نظامي عملیاتو د هغوی د فعالیتونو…
د لوړو زده کړو وزارت له مالیې وزارت سره یوه هوکړه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې د هېواد د پوهنتونونو د فارغانو تحصیلي اسناد په هېواد کې دننه چاپېږي. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د دغه تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې ویلي چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو…
د کډوالۍ نړیوال سازمان د هغو افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بیرته هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد سازمان پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې دغه کډوال د سرپنا د نشت تر څنګ د بېکارۍ له ستونزو هم سخت ځورېږي. یاد سازمان وایي، یوازې د روان میلادي کال په اګېسټ میاشت کې د دوی…
د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ویلي چې پرون ناوخته یې ایران ته د تېلو ۱۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه بېرته ګرځولي دي. د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد ټانکر یې له فراه څخه ایران ته مسترد کړي دي. د نورم او ستندرد ملي ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د…