پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د تاجکستان په خاروق ښار کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته وسپارل شوه. د یادې کونسلګرۍ سرپرست نقیب الله دهقانزاده په ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه قونسلګري د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر مستقیم ملاتړ او لارښوونې لاندې فعالیت کوي. تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت لپاره د…
عدلیې وزارت له یو شمېر ټولنو او خیریه بنسټونو څخه غوښتي چې جوازونه دې ترلاسه کړي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي. د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، دغه وزارت ویلي چې يو شمېر هېوادوال په خیریه چارو کې د ګډون او په هېواد کې د اړمنو او بېوزلو د مرستې لپاره پرته…
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير امير خان متقي په مشرۍ پلاوی د سه شنبې په ورځ د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د «ټرانس‌هماليا» فورم په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شو. د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل کلید ته په را لېږلې اعلامیه کې ویلي چې په دغه پلاوي کې…
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف وايي، په تېره اګېست میاشت کې یې په سختې خوارځواکۍ اخته ۶۰زرو ماشومانو درملنه کړې ده. یونیسف د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه هم اندېښنه لري. یادې ادارې زیاته کړې، د سیمه‌ییزو ټولګیو له لارې یې له…
د پاکستان حکومت ویلي چې له اسلامي امارت سره یې د سلګونه زرو افغان کډوالو د بېرته راستنولو طرحه جوړه کړې ده. د پاکستان دولتي اژانس ( ای.پي.پي) خبر ورکړی چې حکومت یې له هېواده د سلګونه زرو افغانانو په ګډون د ۱۱ سوه زره نورو بهرنیانو د ایستلو پرېکړه کړې ده. سرچینې زیاته کړې ، د دې طرحې له…
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر پولیو اخته ماشوم دولس کاله عمر لري. په دې سره په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو مثبتې پېښې شپږو ته ورسېدې. د یادونې وړ ده له یاد وزارت څخه په…
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د قطر له صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره یې په جلا جلا لیدنو کې د افغانستان پر وضعیت…
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د اروپايي ټولنې غړي او د اتریش هېواد د ازاد ګوند مخکښو غړو سره کتلي دي. د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ایکس پاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د…
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ویلي چې دوی په افغانستان کې ښځو ته د زده کړو او کار د حقونو ورکړې غوښتنه کوي. نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي چې د افغانانو د ستونزو کمولو لپاره باید له دوی سره بشري مرستې زیاتې شي. هغه دغه راز ټینګار کړی چې افغانستان نور د…
د اطلاعاتو کلتور وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني څخه غوښتي چې هلته د افغان کډوالو نیول او ځورول ودروي. ملا خیرالله خیرخوا تېره ورځ له نوموړي سره په کتنه کې ویلي چې پاکستان باید له داسې کړنو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي. له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه په…
کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس پر دې توانېدلي چې په غزني، کاپیسا، تخار او ارزګان ولایتونو کې ۱۳تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور ونیسي. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په نیول شویو کسانو کې شپږ تنه د قتل، شپږ تنه د وسله‌والې غلا په تور او یو تن د ټرافیکي پېښې…