چهارشنبه, ۱۹ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان لمریز کال کې د تازه میوو د حاصلاتو د زیاتېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې سږ کال د تازه میوو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي او دغه وزارت هڅه کوي، چې کروندګرو ته نورې اسانتیاوې برابره کړي. په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ټینګار…
د فراه له ابونصر فراهي بندره ۱۲ ټانکره وارد شوي بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي دي. د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د نورم او ستندرد ملي ادارې آمر ویلي چې پرون د سټنډرډ ملي ادارې له خوا ۱۲ ټانکره تېل چې له ایرانه وارد شوي وو بېرته مسترد شول. سرچینې ویلي، دغه تېل د ابونصر…
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د ژمي له راتګ سره د ښارګوټو او دنګو ودانیو مسوولان اړ دي چې د خپلو ودانیو د تودولو سیسټمونه برقي یا ګازي کړي یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره یې په ګڼ مېشتو سیمو، دنګو ودانیو او ښارګوټو ته خپلې خبرتیاوې رسولې…
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په اسلام اباد کې له یوشمېر افغان کډوالو سره لیدلي دي. توماس ویسټ د دې لیدنې کتنې په اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د هغوی ستونزې یې اوریدلې دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې، همداراز د کډوالۍ د نړیوال سازمان د ادارې له استازیو څخه یې…
د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هغه قانوني افغان کډوال چې په سیاسي فعالیتونو کې یې ښکیلتیا څرګنده شي له دې هېواده به واېستل شي. سرفراز بګټي زیاتوي، لس داسې کسان چې په سياسي فعاليتونو کې یې لاس درلود، د دغه هېواد امنیتی ځواکونو پېژندلي او له هېواده یې اېستلي دي. بګټي پرون په اسلام اباد کې خبري…
په افغانستان کې د بريتانيا سفارت چې په دوحه کې فعاليت کوي، اعلان کړی چې په افغانستان کې يې د ماين پاکولو لپاره پنځه نيم ميليونه پونډه مرسته کړې ده. د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې په دې مرسته یې زیاته برخه ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده. په افغانستان کې د روسانو له…
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په اسلام‌اباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبرې کړې دي. ویسټ نن سهار پر خپله ټویټر ‌پاڼه لیکلي، هغه د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان…
د هرات له زلزله ځپلو سره د قطر هېواد د مرستو دویمه کڅوړه هم هرات ته ورسېده او افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوه. د سرې میاشتې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د قطر هېواد د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې دویمه کڅوړه په خواجه عبد الله انصاري…
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې په بیړنیو مرستو ستونزه نه حل کېږي، بلکې پکار ده چې راستنېدونکو کډوالو ته اساسي خدمتونه وړاندې شي. د یاد وزارت پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په تورخم کې د اروپایي اتحادیې له شارژدافيرې «رافيلا یودیچه» او د یوشمېر موسسو له استازو سره په لیدنه کې…
د تاجکستان جمهور رییس له نړیوال بانک څخه د کاسا زر پروژې د بېرته پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې پروژې پیلېدل د سیمې هېوادونو لپاره یوه اړتیا ده. د تاجکستان د جمهور رییس مطبوعاتي دفتر ویلي، امام علي رحمان د نړیوال بانک له مشر «اجی بنګا» سره په کتنه کې ټینګار کړی چې اړتیا ده…
د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست ویلي چې په ټول هېواد کې یې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورمال ډول روانه ده او هره ورځ زرګونه پاسپورټونه هېواد والو ته وېشل کېږي.یادې ادارې په خپله فیسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره هغه آوازې رد کړې چې ګني په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ…