یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

خبرونه

د قطر هېواد لومړي وزیر ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې منځلاری دولت جوړ نه شي او ښځې په کې د وزیرې، رییسې، سفیرې او رهبرې په توګه ونه منل شي، د نړیوالې ټولنې برخه کېدل یې ناشوني دي. محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له امریکایي رسنۍ «سي.ان.ان» سره په مرکه کې د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت…
دفاع وزارت وایي، په ختیځ زون کې د تصفیوي عملیاتو په پایله کې ۵۶میله سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي. د یاد وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، راکېټونه، کلاشینکوفونه، ام ۱۶ټوپک، تفنګچې، مارکول او ګن شمېر نور مهمات شامل دي. د دې تر څنګ ولس ته ویل شوي چې که د…
د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۷۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېره یوه اوونۍ کې يې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۷۵ ټانکره بې کیفیته تېل، چې د دې ادارې له معیارونو سره برابر نه وو ، بېرته ایران ته…
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو استازولي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ او د افغان مېرمنو لپاره د امریکا له استازې رینا امیري سره د لانا نسیبې د کتنې خبر ورکوي. سرچینې زیاته کړې چې په ترسره شوې کتنه کې د افغانستان پر عمومي وضعیت او افغان مېرمنو او نجونو پر حالت او…
د المپیک ملي کمېټه د چین په کوربتوب د اسیایي المپیک لوبو په ۱۹م‌پړاو کې د ۱۷ بېلابېلو برخو تر سلو د ډېرو افغان لوبغاړو د ګډون خبر ورکوي. د دې ادارې پر ایکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دا لومړی ځل دی چې په المپیک سیالیو کې په دومره پراخه کچه افغان ورزشکاران ګډون کوي. سرچینې…
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې «روزا اتونبایووا» د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث وشي. د یوناما پر ایکس یعني ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې دا ناسته د افغانستان په اړه د ملګرو…
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو له دوام سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي. په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند «قیصر افریدي» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا اداره له چارواکو څخه غواړي چې په پاکستان…
د ازبکستان جمهور رییس د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان یوازې پرېښودل لویه تېروتنه ده. «شوکت میرزایف» تېره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د افغانستان د ستونزو په اړه ویلي چې د ستونزو حل د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.…
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د ځانګړي فرمان له مخې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په هدف د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوې ده. د دغه معاونیت پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې دې کمېټې خپله لومړنۍ غونډه پرون ناوخته تر سره کړه. په دې غونډه کې د…
د پاکستان سرپرست صدراعظم ویلي چې هېواد یې له افغانستان څخه دوی ته د پښېدونکو ګواښونو پر وړاندې د خپل ځان د دفاع حق لري. د پاکستان سرپرست صدراعظم «انوارالحق کاکړ» د امریکا غږ له اردو برخې سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان له ځانه د دفاع حق لري او دوی به د خپل هېواد او وګړو د ساتنې…
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونو خونو چارواکي وایي، د یوې میاشتې په موده کې له دغه ولایت څخه پاکستان او هند ته د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي دي. باختر دولتي خبري اژانس د یادې خونې د چارواکو په حواله سره ویلي چې سږ کال د کندهار د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره مټریک ټنه…